ایکنانیوز دالخلیج له قوله راپور راکړ، دغه نړیوال سمینار د مارچ له ۲۴ تر ۲۵ نیټې پورې له درستې نړۍ د قرآن د علومو د متخصصیانو او متفکرانو او عالمانو په شتون سره ترسره کیږي.
دمتحده عربی اماراتو داوقافو اود اسلامی چارو دعمومي ادارې مشر عمر حبطورالدرعي ووئيل، ددغه کنفرانس د ترسره کیدا موخه،دتمدني پرمختګ او دانساني ارزښتونو باندې د قرآن کریم داغیزو او همدرااز په دې زمینې کې د اماراتو درول نندارې ته وړاندې کول دي.په علمی اوتمدني کړچارونو سره د قرآن کریم په آیتونو کې د تفکر د رودو ارزول د قرآني علومو او دهغه د زړې په زمینو کې او دمصنوعي هوش پشمول له راتلونکو چیلنجونو سره دمخامخیدا لپاره ددغو علومو د بریاو په زمینې کې پرمختګ ددغه نړیوال کنفرانس ترټولو مهم چورلیزونه عنوان شوي دي .
قرآن کریم ، د هغه د تفسیر دعلومو او د دینی تمدن دبحث په زمینې کې به د متخصصو نړیوالو او ملی او دیني او علمي چارو څه د پاسه دیرش شخصیونه د دغه دوه ورځني سمینار په غونډو کې ګډون وکړي.
په وروستیو کلونو کې په متحده عربی اماراتو کې قرآنی فعالیتونه په اوڅاره توګه زیات شوي او رونق ئې موندلی دی . د قرآڼ او دهغه د علومو په زمینې کې مختلفې قرآني سیالیو ترسره کیدا او همداراز د قرآنی مرکزونو او میوزیمونو تاسیس په ترټولو مهمو فعالیتونو کې شامل دي.